IQNA

په عراق کې د قرآن د نړیوالې ورځې پروګرامونه پاي ته ورسیدل   

10:35 - February 12, 2025
د خبر لمبر: 3490627
ایکنا –د حسینی مقدس آستان دارالقرآن  د داخلی او بهرنیو ډلو  له پراخ ګډون وروسته  د قرآن د نړیوالې ورځې  د پروګرامونو  د ختمیدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز  د حسینی مقدس آستان دټیلیکس له قوله  راپور راکړی، ددغه مناسبت پرورګامونه له یوې اونۍ زیات  وخت پورې دوام درلود او  دقرآنی  فعالیتونو او محفلونو ترسره کیدا  او  په نړیوال مشارکت او شتون سره د مهدویّت   سیالۍ ترسره کیدا  په دغو پروګرامونو کې شاملې وې.

د عراق د قرآن نړیوالې ورځې  دپروګرامونو دترسره کونکي کمیټې مشر سید ابراهیم الموسوي  په دې مناسبت  دعراق له داخل او بهر څخه د ګډون کونکو ډلو هڅې وستایلې او وې وئيل، په دغو پروګرامونو کې د ۱۲ اسلامی او عربی هیوادونو غوره څيړاندو او قاریانو  ګډون  وکړ او  له سورئې،لبنان، مصر ،ایران، الجزایر ، فرانسې ،انګلستان اوعراق څخه  ۱۷۰ څيړاندو  د امام حسین(ع) په شپږم نړیوال کنفرانس کې  ګډون وکړ.

هغه زیاته کړې ده ، دغه کنفرانس  د اسلامی تمدن په جوړولو کې د اهل بیت(ع) د ونډې بیانولو او د قرآنی تفکر په باب د رایو او وړاندیزونو د مبادلې لپآره  یو فرصت ؤ.

الموسوي  همداراز ووئيل؛ د مختلف عمر لرونکو  ډلو ټپلو د نوو پنځیدلو قرآني توانمنیو  د  د پيژندلو او پراختیا په موخې سره  په دوامدارې لس کلنې څيړنیزې هڅې  او  د ملی پلان په شروع کونې سره  د اهل بیت (ع) د قرآنی دانشنامې مخ کتنه  د قرآڼ د نړیوالې ورخې  نور پروګرامونه وو. 

هغه ووئيل، دعراق په ۱۶ولایتونو کې  څه دپاسه ۲۳قرآڼی محفلونه ترسره شول چې د قرآن درسالت په خپرونې او د ټولنې په مختلفو ډلو  او پرګنو کې  د قرآنی کلتور په پیاوړتیا کې ډیره ونډه درلوده.

ددغه راپور په اساس، د عراق د نړیوالې ورځې پروګرامونه چې د مبعث د  نیکمرغه ا ختر په مناسبت  پیل شول، په ټولنیزو چینلونو کې ئې پراخ هرکلی په ځان پسې درلود او په دغه پروګرام کې د  اسلامی  نړۍ څه دپاسه ۵۰غوره قاریانو ګډون وکړ چې  د قرآني ټولنو د پام وړ وګرځيدل.

https://iqna.ir/fa/news/4265430

captcha